د ۳۲ ولایتونو د انتخاباتو پایلې د لیندۍ په ۲مه او د کابل د لیندۍ په ۱۰مه اعلانېږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د لیندۍ په دوهمه او د کابل ولایت به د همدې میاشتې په لسمه اعلان شي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه، د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د لړم د میاشتې په ۱۹ مه اعلان شوې وای، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو پایلو د اعلان په برخه کې د څو اوونیو د ځنډ خبره کوي.

د دغه کمېسیون ویاند او کميشنر سید حفیظ الله هاشمي د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د لیندۍ د میاشتې په لسمه او د نورو ولایتونو به د همدې میاشتې په دوهمه نېټه اعلان شي.

سید حفیظ‌الله هاشمي

دی زیاتوي:

"مخکې ویل شوي وو چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د لړم د میاشتې په ۱۹ مه اعلان شي، خو د ځينو ستونزو، لکه د رأیو د تصفیې او د ولایتونو او ولسوالیو د موادو په لېږد کې ځنډ د دې لامل شو چې د نورو ولایتونو پایلې د لیندۍ په دوهمه او د کابل ولایت د رأیو لومړنۍ پایلې د لیندۍ په لسمه اعلان شي."

ښاغلي هاشمي وویل، د ۲۳ ولایتونو محافظوي کڅوړې کابل ته را رسېدلي او ټاکل شوې چې د کندهار او هلمند ولایتونو هم نن مرکزي ته دفتر ته را ولېږدول شي.

نوموړی د دغه ځنډ لامل په ځينو ولسوالیو او ولایتونو کې د هوا خرابوالی بولي.

د ده په خبره، د اتو ولایتونو د بایومټریک دستګاوو معلومات د معلوماتو مرکز ته شامل شوي چې سرورونو ته به یې د لېږد بهیر له شنبې ورځې پيل شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې په فراه ولایت کې د يوه هليکوپټر د سقوط له امله د حساسو موادو ځيني صندوقونه چې پکې بایومټریک ماشینونه، پرنټرونه او د پایلو فورمونه وو، هم له منځه تللي دي.

نوموړي د فراه ولایت د رأیو د يوې برخې د پایلو د برخلیک په اړه وویل چې په دې اړه به يو پلاوی چې پکې د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو د غړو په شمول، ناظرین او رسنۍ هم شاملې وي، فراه ولایت ته سفر کوي او هلته به د رأیې ورکونې په صندقونو کې د نتایجو له پاڼو استفاده وشي.

په ورته وخت کې له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه د رأیو د لومړنیو پایلو په مهالوېش کې د ځنډ په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې دغه ځنډ به د ولسمشریزو ټاکنو په مهالوېش هم اغېز پرېباسي.

یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید په دې اړه داسې وویل:

"فیفا له انتخاباتو د څار د يوه بنسټ په توګه د ولسي جرګې د پایلو په مهالوېش کې د ځنډ له امله جداً اندېښمنه ده او هر څومره چې د ولسي جرګې په پايلو کې ځنډ راځي، په همدغه اندازه ولسمشریزې ټاکنې نېږدې کېږي او دغه ځنډ په راتلونکو انتخاباتو خپل تور سیوری غوړوي."

ښاغلی رشید وايي، دغه ځنډ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون شاتګ او کمزوری مدریت ښيي.

نوموړی له دغه کمېسیونه غواړي چې د خلکو او نوماندانو د قناعت ترلاسه کولو لپاره دې سپینې رأیې له تورو بېلې کړي.

راپور: محمد واصل وصال