له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت وايي، د فساد په وړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د نویو شاخصونو د جوړولو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت په داسې حال کې د فساد په وړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د نویو شاخصونو د جوړولو په برخه کې د مدني ټولنو نظرونه اخلي چې د دغې ستراتیژۍ د نویو شاخصونو په تړاو ګڼ انتقادونه موجود دي.
خو له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت وايي، د فساد په وړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د نویو شاخصونو د جوړولو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
د دغه سکرتریت رئيس یما ترابي دا خبرې د شنبې په ورځ له یوشمېر مدني ټولنو سره د یوې مشورتي ناستې پرمهال وکړې.
یما ترابي
ده وویل:
"دغه ستراتیژي ۳۸ شاخصونه درلودل چې ۲۷ برخې یې تکمیل شوي او ۷ نورې برخې د نهايي کېدو په حال کې دي، ۳ محدود پرمختګونه لري او یو شاخص یې پرمختګ نه درلود، د یو شمېر نورې لاسته راوړنې هم لرو چې عبارت دي له ۱۵ زرو د ډېرو لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو ثبت دی او د قوانیونو بیا کتنه ده."
د اداري فساد پر ضد د افغانستان د ملي ستراتېژۍ په اړه پنځه مهم ارزښتناک لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي چې سالمه رهبري، په پالېسیو کې د شفافیت په ګډون د دولت په رهبرۍ کې جدي اراده، په امنیتي سکټور کې اصلاحات، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لارې په استخدام کې شفافیت، د اداري فساد په برخه کې د مجرمینو عدلي تعقیب او ښه مدیریت شامل دي.
خو یو شمېر مدني ټولني له هغې ډلې د افغانستان د روڼتیا سازمان بنسټ انتقاد کوي چې په ډېرو مواردو کې د فساد په وړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ نوي شاخصونه عملي شوي نه دي.
له روڼتیا د څار ادارې د عدالت غوښتنې او اړیکو مشر ناصر تیموري وویل، افغان حکومت باید له خپلو ژمنو سره سم، له فساد سره د مبارزې یو خپلواک کمېسیون جوړ کړي چې د فساد ټولې قضیې په بې طرفه توګه وڅېړي.
دی زیاتوي:
"هغه څه چې حکومت ادعا کوي چې سل په سلو کې د دغې ستراتیژۍ شاخصونه عملي شوي، خو زمونږ موندنې ښیې چې په ډېرو موادو کې عملي شوي نه دي او هغه څه چې مهمه وه، هغه د یوه کمېسیون جوړول وو چې تراوسه د ځنیو مخالفتونو له امله دغه کمېسیون نه دی جوړ شوی."
خو له اداري فساد سره د مبارزې د سکرتریت رئيس یما ترابي وویل، په پام کې ده چې له اداري فساد سره د موثرې مبارزې لپاره دغه خپلواک کمېسیون جوړ شي.
ده وویل، دغه کمېسیون له درېیو نارینه و او دوو ښځو جوړېږي او متقاضیان يې د غوراوي د کمېټې له ټاکلو وروسته، ولسمشر ته پېژندل کېږي او بیا به پنځه کسان د کمېسیون د غړو په توګه غوره شي.
راپور: ناجیه ساپۍ