ایران د سیمې په کچه د ډیزاین شویو جنګي الوتکو پراخ تولید پیل کړی

د ایران دولتي ټلویزیون وايي، دې هېواد په سیمه ییزه کچه د ډیزاین شویو جنګي جيټ الوتکو پراخ تولید پیل کړی دی.

ایران د اګست په میاشت کې د کوهسار په نوم د جنګي جیټ الوتکو جوړول په ډاګه کړل.

دا هېواد لا دمخه امریکايي ساخت جنګي جیټ الوتکې او د روسیې ساخت سوخوی الوتکې لري.

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي وايي، د جنګي الوتکو د تولید لړۍ د دښمن د بندیزونو سربېره، د ایراني متخصصانو د وړتیاوو څرګندونه کوي.

د ایران دفاع وزیر د شنبې په ورځ د دې الوتکو د تولید د کار د پیل په مراسمو کې چې پر دولتي ټلویزیون خپرېدل، زیاته کړه چې ژر به د اړتیا وړ شمېر جنګي جیټ الوتکې تولید او د ایران په هوايي ځواک کې شاملې کړي.

ایران د جنګي جیت الوتکو د تولید د پیل پرانیسته یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا حکومت اعلان وکړ پر ایران به د ټولو بندیزونو بیرته لګول د نومبر له پنځمې نیټې پیل شي چې ددې هیواد د بیړۍ چلوونې، مالیې او انرژۍ سکتورونه به په کې شامل وي.