د افغاني صادراتو لومړۍ محموله د "تیر" د سېستم په چوکاټ کې پاکستان ته ولېږل شوه

د افغانستان د صادراتي توکو لومړۍ محموله د (تیر) یا د ټرانزیټ د نړیوال کنوانسیون د سېستم په چوکاټ کې پاکستان ته ولېږل شوه.

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت له شااوخوا اتلسو کلونو وروسته له پاکستان سره د صادراتي او وارداتي موادو لېږد را لېږد، د تیر یا د ټرانزیټ د نړیوال کنوانسیون د سېستم له لارې پیل کړ.

د دغه وزارت چارواکو د شنبې په ورځ د تېر د سېستم له لارې پاکستان ته د افغانستان د صادراتي توکو د لومړۍ محمولې د لېږدولو پرمهال وویل، افغانستان او پاکستان دواړه د تير د نړیوال کنوانسیون غړي دي، خو افغان لوری په هېواد کې د ناامنیو له امله نه و توانېدلی چې له پاکستان سره دغه سېستم فعال وساتي.

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت مرستیال امام محمد وریماچ پاکستان ته د تير سېستم په چوکاټ کې د افغانستان د زرګونو ټنو تازه مېوو د لېږد د پیل پر مهال وویل، د دغه سېستم فعالېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي چارې قانومندې کړي.

دی وایي:

"موږ او تاسې نن پاکستان ته د افغانستان د محمولې د حرکت شاهدان یوو، افغانستان د روانو جنجالونو او سیالیو په بهیر کې هڅې کوي چې هم ژوندی پاتې شي، هم کار وکړي او هم خپل اقتصادي دریځ تل ثابت وساتي."

ده وویل، افغانستان په ۱۹۹۵ میلادي کال د تیر یا د ټرانزیټ د نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی، خو تراوسه یې ځنې ګټه نه وه اخیستې او په خبره یې چې اوس وتوانېد چې له ښیګڼو یې ګټه واخلي.

افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا له اکثرو هېوادونو سره سوداګریزې او ټرانزیټي رسمي هوکړې لري، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مسؤلینو په خبره، په ډېری دغو هېوادونو کې افغان سوداګر له بیرو کراتیکو ستونزو سره مخ شوي، مالونه یې ځنډېدلي او زیانونه ور رسېدلي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت مرستیال عبدالله رقیبي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د تیر سېستم د کنوانسیون د موادو پلي کېدل به له نورو هېوادونو سره ټرانزیټي او په تېره ګمرکي چارې ساده او ډاډمنې کړي.

ښاغلي رقیبي وویل، د تير په نړیوال کنوانسیون کې تراوسه اته افغان صادروونکي شرکتونه شامل دي او هڅې کېږي چې نور شرکتونه هم پکې راجستر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال محمد یونس مومند سره له دې چې د دغه سېستم د فعالېدلو هرکلی کوي، هیله یې وکړه چې حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د دغه سېستم د موادو په پلي کولو کې جدي عمل وکړي.

نوموړي وویل:

"د هغو شرکتونو موټر چلوونکي چې د تیر په سېستم کې فعالیت کوي، د ویزو ستونزه لري، هیله ده چې د بهرنیو چارو وزارت ورته توجه وکړي، د تیر د کنوانسیون له غړو هېوادونو سره یو اړخیزې او دوه اړخیزې هوکړې باید ځانګړې او عملي شي."

د تیر ټرانزیټي سېستم په ۱۹۴۹ میلادي کال د ۸ اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په هدف رامنځته، په ۱۹۵۹ میلادي کې پکې د نړۍ ډېری هېوادونه شامل او د یو نړیوال کنوانسیون په توګه وپېژندل شو.

راپور: خان محمد سیند