ولسمشر غني په پکتیکا کې له بېلابېلو ځایي قشرونو سره لیدلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته ولاړ او دغلته یې د ولایت د نوې ودانۍ د پرانیستلو سربېره، د دې ولایت امنیتي وضیعت و ارزاوه.

د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د ځايي ملکي او امنیتي چارواکو سره په لیدنو سربېره، د قومي مشرانو او د ټولنې له نورو قشرونو سره ولیدل.

نوموړي وویل:

"ولسمشر په پکتیکا ولایت کې له ملکي او امنیتي مسؤلینو سره جلا جلا لیدنې وکړې، د پکتیکا امنیتي وضعيت یې و ارزاوه، د دې ترڅنګ یې د ولایتي شورا له استازو، دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، د پوهنتون له استادانو، د پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو سره په جلا جلا ډول وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې."

ښاغلي ایاز زیاته کړه چې ولسمشر په دې لیدنو کې د پکتیکاوالو د ستونزو د هواري ژمنې وکړې.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني به نن دغلته د قومي مشرانو، چارواکو او مدني فعالانو په یوه لویه غونډه کې هم برخه واخلي او وینا به وکړي.