په افغانستان کې د نړیوال سوداګریز سازمان ټرانزیټي چارې پیل شوې

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د (تیر) یا نړیوال سوداګریز سازمان په وسیله ټرانزیټي چارې پیل شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال توفیق داوری نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په نننۍ امتحاني محموله کې د افغاني توکو تر څنګ ایراني مالوچ هم شامل دي چې پاکستان ته انتقالېږي او موټرې به یې نن د هغه هېواد په لور حرکت وکړي.

ښاغلي داوري دا اقدام ډېر ارزښتمن وګاڼه او ویې ويل چې د دې سېستم ګټې دا دي چې مالونه په کم وخت کې او په ارزان قیمت انتقالېدلای شي.

افغانستان دوه کاله مخکې د دغه نړیوال سازمان غړیتوب خپل کړ.