ګوترش: یمن ښایي له یوې سختې قحطۍ سره مخ شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبردارى ورکړ چې يمن ښايي له داسې سختې قحطۍ سره مخ شي چې په څو لسيزو کې يې سارى نه و ليدل شوى.

انتونيو ګوترش په يمن کې له ښکېلو لوريو غوښتنه وکړه چې تاوتريخوالى بند کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي ګوترش پرون جمعه خبريالانو ته وويل، بشري بحران د خوښۍ هېڅ ځاى نه دى پريښى.

ښاغلي ګوترش زياته کړه:

"يمن تر بل هر وخت قحطۍ ته نېږدې شوى دى، ملګري ملتونه او زموږ شريکان په يمن کې له وړاندې اتو ميليونو کسانو ته خوراکي توکي رسوي، که کوم بېړنی اقدام ونه شي، ښايي څه باندې ١٤ ميليونه کسان چې د يمن د نفوس نيمايي برخه جوړوي، په راتلونکو مياشتو کې له خطر سره مخامخ شي."

ښاغلي ګوترش له هغه ائتلافه چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي او له حوثي ياغيانو غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په هغو مذاکرو کې چې روانه مياشت کېږي، پر خنډونو لاسبري شي او خپل اختلافات حل کړي.

په يمن کې جګړه په ٢٠١٤ میلادي کال کې هغه وخت پيل شوه چې حوثي ياغيانو هغه حکومت چې نړيوال يې په رسميت پېژني، نسکور کړ.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې د يمن حکومت يې تر څنګ دى، له ٢٠١٥ میلادي کال راهيسې د حوثي ياغيانو په وړاندې جګړه کوي.