روسيې په پټه ځينو وتلو افغان سياستوالو ته بلنه ورکړې چې له طالبانو سره د مذاکرو لپاره د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.
د افغانستان د سياستوالو په هغه ډله کې چې مسکو ته بلل شوي، پخوانى ولسمشر حامد کرزى هم شامل دى.
حامد کرزی
د روېټرز اژانس په حواله، په تېرو دوو مياشتو کې د دغه کنفرانس لپاره بلنه بيا بيا تمديد شوې ده.
د اژانس په حواله، په دې ډله کې د افغان رهبرانو همکاران او هغه مخکښ سياستوال هم شامل دي چې له افغان حکومت سره اړيکې لري.
روېټرز اژانس ليکلي چې په کابل کې د روسيې سفارت پر دې موضوع له تبصرې کولو ډډه وکړه.
روسيې په اګست مياشت کې په مسکو کې د سولې د څو اړخيزو مذاکرو پېشنهاد کړى و، ١٢ هېوادونو او د طالبانو استازو ته يې بلنه ورکړې وه چې په سپټمبر مياشت کې په دغو مذاکرو کې برخه واخلي.
خو د مسکو غونډه وروسته له هغې وځنډول شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني وويل، له طالبانو سره هر ډول مذاکرې بايد د افغان حکومت په رهبرۍ وشي.
ولسمشر غني د وږي يا سنبلې په پنځمه (د اګست ٢٧مه/٢٠١٨) د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره خبرې وکړې او د دې غونډې پر ځنډولو سلا وشوه.
د امريکا متحدو ايالتونو هم د مسکو په غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
په کابل کې د امريکا سفارت د مسکو د دې تازه بلنې په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د مسکو د غونډې په اړه يې له روسي چارواکو سره خبرې روانې دي.
صبغت الله احمدي
د دغه وزارت وياند صبغت احمدي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"زموږ دريځ له لومړۍ ورځې مشخص و، موږ ويلي چې د مسکو غونډې د څرنګوالي په اړه بحث کوو، دا بحث روان دى، د دې غوندې د نېټې په اړه هم په خبرو بوخت يوو چې يوې نتيجې ته ورسېږو."
دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا، د پنج شنبې په ورځ ويلي، هيله منه ده چې د دغه کنفرانس جزيات په راتلونکو ورځو کې روښانه کړي.
هغې ويلي چې د دې غونډې نېټه او د ګډونوالو لېست په نهايي کېدو دى.
يوه افغان چارواکي روېټرز ته ويلي:
"له موږ غوښتنه شوې چې د مسکو غونډه لغوه کړو، ځکه د بېلابېلو ډلو له له خوا له طالبانو سره خبرې د افغانستان د سولې پروسه چې امريکا يې ملاتړ کوي، لا پېچلې کوي."
تېره مياشت د طالبانو او د امريکا له متحدو ايالتونو سره سياسي مذاکرو وروسته له هغې تحريک پيدا کړ چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د سولې په چارو کې زلمى خليلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
ښاغلي خليلزاد تېره مياشت او تر هغه مخکې د امريکا وتلې ډيپلوماتې اليس وېلز په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.
زلمی خلیلزاد
د پخواني ولسمشر حامد کرزي وياند محمد يوسف سها ويلي:
کرزى به د مسکو په غونډه کې ځکه ګډون وکړي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرې بايد له پامه ونه غورځول شي.
د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند يوه مشر عطا محمد نور هم ويلي چې د مسکو په غونډه کې به برخه اخلي.
روېټرز اژانس ليکي، په افغانستان کې د طالبانو مهمو غړو ويلي چې دوى به هم مسکو ته خپل يو هيئت ولېږي چې له ګاونډيو هېوادونو چين، ايران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نورو سره بحث وکړي.
دغو هېوادونو مخکې ويلي وو چې دغې غونډې ته به خپل استازي ولېږي.
تر دې مخکې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي وو چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د مسکو غونډه کومه نتیجه ونه لري.
ښاغلي عبدالله د سولې په برخه کې د نورو هېوادونو هڅې ستایلې وې، خو ټینګار یې کړی و چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مالکیت ترسره شي.