په قرغزستان کې د یوې ترورېستي شبکې ۹ مشکوک غړي نیول شوي

د قرغزستان چارواکي وايي، امنیتي ادارو يې د یوې ترورېستي شبکې نهه مشکوک غړي نیولي دي.

د ملي امنیت دولتي کمطټې نن وویل، د نیول شویو کسانو له ډلې پنځه بهرنیان دي او څلور قرغزي اتباع دي.

د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې د بیان له مخې، دا نهه کسان د ترورېستي بریدونو په پلانولو او د افغانستان او سوريي د جګړې لپاره د وسله والو په استخدامولو تورن دي.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې دا کسان کله نیول شوي دي.

قرغز حکومت وايي، د دې هېواد شااوخوا پنځه سوه اتباع په سوریه او عراق کې له داعش او نورو سخت دریځو ډلو سره یو ځای شوي دي.