ولسمشر غني: د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې بیا ځان نوماندوم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دی غواړي چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې بیا واک ته ورسېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړه چې غواړي د جمهوري ریاست د بلې دورې لپاره هم کاندید شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له بلومبورګ خبري شبکې سره په مرکه وویل، د دې لپاره چې خپل پیل کړي کارونه بشپړ کړي، غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې بیا واک ته ورسېږي.

ولسمشر غني په داسې حال کې د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره خپله لېوالتیا ښيي چې د افغانستان د سیاسي جریانونو او ګوندونو ترمنځ د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو او د نظر وړ کاندید د غوره کولو لپاره پراخې سلا مشورې روانې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ویلي دي چې په راروانه اوونۍ کې به د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راروانې حمل میاشتې په ۳۱مه ترسره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني له بلومبورګ خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان د روانې ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره طالبان باید د ملي یووالي له حکومت سره د سولې مستقیمو خبرو ته کېني.

افغان ولسمشر وویل، له دولت سره د مستقیمو خبرو له لارې طالبان کولای شی چې د افغانستان د جګړې چې لسګونه زره افغانان یې مړه او معیوب کړي او د امریکا ۹ سوه میلیارده ډالر پرې لګېدلي، په ختمولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي غني ویلي دي چې طالبان او نورې ترورېستي ډلې هڅه کوي چې زمونږ ښکلی هېواد د تاوتریخوالي په مرکز بدل کړي.

نوموړي بلومبورګ خبري شبکې ته ویلي دي چې مونږ ټول له یو بل سره د همکارۍ سطحې ته رسېدو ته اړتیا لرو، نه له یو بل سره ټکر او مخالفت ته.

محمد اشرف غني په دې مرکه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې دوامداره سوله به دا هېواد له موجوده فقر څخه وباسي.

د افغانستان جمهور رئیس وړاندې ویلي چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره مونږ ډېر زیات پر خپلو طبیعي شتمنیو تمرکز کوو، مالي لارې چارې برابروو او له سیمې سره وصلېږو.

له بلومبورګ خبري شبکې سره په مرکه کې افغان ولسمشر ویلي چې افغانستان نشي کولای چې د نړیوالې ټولنې پر اوږو بار پاتي شي.

د ښاغلي غني په خبره، افغانستان باید په یوه پانګه بدل شي، څو وکولای شي چې له ۲۰۲۴ میلادي کال وروسته په خپله خپل امنیتي لګښتونه پوره کړي.