د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې یا سیګار وویل چې د افغانستان حکومت د هغو سیمو د بېرته نیولو هڅې کوي چې د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دي، خو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات په بېساري ډول زیات شوي دي.
سیګار نن پنجشنبه د نومبر لومړۍ په خپل راپور کې هغه فشار ته چې د کابل حکومت ورسره مخامخ دی اشاره کړې او لیکلي یې دي، د افغانستان د ولسوالیو، ولسونو او خاورې پر کنټرول جنګ په وروستیو څلورو میاشتو کې لا زیات شوی دی.
سیګار په خپل څلور میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو ستر ښارونه نهدي نیولي، خو ډېرې کلیوالې سیمې یې په لاس کې دي.
د افغانستان حکومت پر دې مسئله خبرې نهدي کړي.