په پاکستان کې نن پنجشنبه د نومبر لومړۍ، یو شمېر افراطي ډلو د دې هېواد د سترې محکمې د پرېکړې پر خلاف د اعتراض لپاره په کراچۍ او نورو ښارونو کې لږ تر لږه ۱۰ سړکونه بند کړي دي.
د پاکستان سترې محکمې څو ورځې مخکې پرېکړه وکړه چې د اسیه بي بي په نوم یوه مسیحي ښځه چې اسلام ته د سپکاوي په جرمیې اته کاله په زندان کې تېر کړي، له بنده خوشې کړي.
د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته، اسیه بي بي د امنیتي دلایلو له مخې یوه پټ ځای ته ولېږدول شوه او مدافع وکیلیې وویل چې ډېر ژر به یوه بهرني هېواد ته ولېږدول شي.
اسیه بي بي د ۵ بچیانو مور او د رومن کاتولیکي کلیسا پيروه ده.
د فرانسې او اسپانیې حکومتونو هغې ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی.
د عفوې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د څارنې نړیوالو ادارو د اسیه بي بي د ازادۍ پرېکړه ستایلې، خو د تحریک لبیک پاکستان په څېر افراطي ډلو اعتراض پیل کړی دی.
دې ډلو د پاکستان امنیتي ځواکونه نن د کلیساوو د امنیت ټينګولو لپاره مؤظف شوي او پر اعتراض کوونکو غږ شوی چې په سولهییز ډول لارې پرانیزي او مزاحمت بند کړي.