د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، افغانستان لا هم د رسنیو او خبریالانو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.
افغان حکومت د وسلهوالو مخالفینو په حملو کې خبریالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل، د حکومتي او غیر حکومتي کسانو لهخوا د دوی په وړاندې تاوتریخوالی او د معافیت فرهنګ شتون د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه بولي او پهدې اړه اندېښنه ښيي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۰» په کابل کې «د نومبر دوهمې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخولي او جرایمو د معافیت د ختمېدو د نړیوالې ورځې» په لمانځغونډه کې وویل، سره له ډېرو هڅو بیا هم خبریالان او د رسنیو مسؤلین له ګواښ او خطر سره مخ دي.
سرور دانش
ښاغلي دانش زیاته کړه:
"موږ نن پهداسې حال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرایمو د معافیت د ختمېدو نړیواله ورځ لمانځو چې له بدهمرغه افغانستان د خبریالانو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو شمېرل کېږي، په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه قضیې ثبت شوې دي چې يو شمېر یې د خبریالانو د مرګ لامل هم شوي دي."
ښاغلي دانش وویل چې حکومت په تېرو ۱۸کلونو کې د خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره ډېرې هڅې کړي چې د ده په خبره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې جوړول او د خبریالانو د ملاتړ صندوق پرانېستليې ښې بېلګې دي.
له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د نومبر دوهمه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع د پرېکړې له مخې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرایمو د معافیت د ختمېدو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او په ترڅ کې یې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتل کېږي چې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
نجیب شریفي
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي يادې غونډې ته وویل چې افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړیواله کچه په ښه ځای کې دی، خو په دغه هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.
ښاغلی شریفي وايي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د خبریالۍ د مسلک لپاره د نړۍ يو له خطرناکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۲۰ او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۱۴ خبریالان پهکې وژل شوي.
پهدغه ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تدامیچي ياماموتو د خبریالانو په وړاندې د جرایمو او تاوتریخوالي د پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې لهخوا د افغان خبریالانو سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
تدامیچي یاماموتو
نوموړي زیاته کړه:
"دا يو تریخ واقعیت دی چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د جرایمو کچه لوړه ده، په زیاتو خبریالانو حملې شوي او ګواښل شوي دي، د دغو پېښو عاملین باید پهدې باور نهوي چې دوی له قانونه پورته دي، د معافیت فرهنګ باید ختم شي."
په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د يوه لارښود د جوړولو خبر ورکوي او وايي چې د دغه لارښود له تصویبېدو وروسته به یاد لارښود په رسنیو ووېشل شي چې ورڅخه د يوې پالېسۍ په چوکاټ کې ګټه واخلي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د خبریالانو د خوندیتوب موضوع باید د سولې په خبرو کې هم د يوې مهمې موضوع په توګه مطرح شي، ګنې د دغه کمېټې د مسؤلینو په خبره د بیان د ازادۍ په برخه کې شته لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.
راپور: محمد واصل وصال