د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې له بایو مټریک سیستم څخه پرته استعمال شوې رأیې به هم وشمېرل شي.
خو د انتخاباتي کایتونو کمېسیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې اجازه نهورکوي چې هغه رأيې وشمېرل شي چې له بایو مټریک پرته کارېدلې وي.
همدا شان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون اعلان کړی چې نږدې ۱۲ زره شکایتونهيې ثبت کړي چې څېړنې يې روانې دي.
- په دومره شمېر شکایتونه به د خلکو د رأیو په سرنوشت څه تأثیر ولري؟
- له ولایتونو مرکز کابل ته د رأیو پایلې رسېدلي دي او که نه؟
او یو شمېر نور مسایل د «زما رأیه زما حق» په اوونیزه خپرونه کې څېړو.
د خپرونې کوربه اکرامالله اکرام دی او تاسې يې په لاندې لېنک اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5