د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د پولیو بله پېښه پیدا شوې ده.
په هلمند کې د روغتیا ریاست مسؤلین وايي، دا چې د تېرو پنځو میاشتو راهیسې يې په یو شمېر سیمو کې واکسین نهدی کړی ځکه نو د پولیو پېښې مخ په ډېرېدو دي.
په دې سره په هلمند کې د پولیو پېښې ۳، خو په ټول افغانستان کې ۱۹ ته ورسېدلې.
ویل کېږي، طالبان کور په کور واکسین ته اجازه نهورکوي او د روغتیا مسؤلین وايي، د پولیو واکسین باید کور په کور تطبیق شي.
د هلمند د عامې روغتیا د ریاست د کتلوي معافیت مسؤل ډاکتر عصمتالله همت ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو سرهيې ستونزه د هوارېدلو په حال کې ده.
د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې پخوا تر دې هم یوه مثبته پېښه موجوده وه، خو دا په تېرو ۱۵ ورځو کې دوهمه پېښه ده چې په یوه ولسوالۍ کې رامنځته کېږي.
د پولیو یوه بله پېښه نږدې دوه میاشتې وړاندې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ثبت شوې وه چې د چارواکو په خبره په دې مرض اخته یوه ماشوم څلور ځله واکسین هم اخیستی و.