د ۲۰۱۸ اتله، ملاله میوندۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې!

پروموټ پروژه چې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا او وړتیاوو د لوړولو لپاره کار کوي د افغانستان په کچه د ښځو د حقونو لس فعالینو ته د ۲۰۱۸ میلادي کال د اتلولۍ لقبونه او مډالونه ورکړل.

د مخکښې ښځې خپرونې کوربه یوسف خان ځدراڼ د دغې اوونۍ په خپرونه کې د دوی له‌منځه د ننګرهار ولایت څخه د یوې نومول شوې اتلې ملالې میوندۍ سره مرکه کړې او د هغې د کار او فعالیت په اړه‌يې د نوموړې د پلار نظر پوښتلی دی.

تاسې دا خپرونه چې د دوشنبې په ورځ د راډیو له لارې خپره شوې دلته‌یې د لاندې لېنک له لارې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مخکښې ښځې