امریکا نه‌غواړي د ایران په تېلو پورې تړلي دوستان زیانمن کړي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وایي، سپینه ماڼۍ غواړي هغه بندیزونه چې د ایران د تېلو پر سکټور یې لګوي د دې هېواد پر اقتصاد فشار زیات کړي، بلکې نه‌غواړي چې خپل دوستان او متحدین چې د دې هېواد په تېلو پورې تړلي، زیانمن کړي.

بولتون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د همیلټن سوسایټي «Hamilton Society» ته وویل چې موږ غواړو پر ایران تر ټولو زیات فشار چې امکان‌یې وي راوړو، خو دا هم نه‌غواړو چې دوستان او متحدین مو زیانمن شي.

د بولتون دغه څرګندونې ښایي د سپینې ماڼۍ له‌خوا چې له ټولو هېوادونو غواړي د ایران د تېلو واردات صفر ته ورسوي، د یو څه نرمښت نښه وي.

متحده ایالات څلور ورځې وروسته د نومبر په پنځمه د ایران د تېلو پر صنعت نوي بندیزونه لګوي.

واشنګټن دغه‌راز پر دې هم غور کوي چې د هند او ترکیې په څېر یو شمېر متحدین چې ورڅخه‌یې له بندیزونو د معافیت غوښتنه کړې، معاف کړي.

هند چې له چین وروسته د ایران د تېلو دوهم ستر پېرېدونکی دی، ویلي چې سمدستي نه‌شي کولای د ایران د تېلو د وارداتو بدیل پیدا کړي او له بندیزونو د معافیت غوښتونکی دی.

ترکیې هم روانه اوونۍ د امریکا له خزانې وزارته ورته غوښتنه کړې ده.

جنوبي کوریا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د امکان تر حده‌یې کمپنۍ له نویو بندیزونو څخه معافې کړي.

د نورو هېوادونو په ډله کې چې د ایران پر تېلو متکي دی، افغانستان او عراق هم شامل دي.

بولتون وویل، اداره‌یې پوهېږي چې یو شمېر هېوادونه به ونه‌شي کولای چې بندیزونه سمدستي بشپړ رعایت کړي.