سیګار: د افغان اردو پر روزنې د پنټاګون لګښت مؤثره نتیجه نه‌ده ورکړې

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار وایي چې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د روزنې پر پروګرامونو د امریکا دفاع وزارت په سلګونه میلیونه ډالره لګولي، خو مؤثره نتیجه‌یې نه‌ده معلومه.

سیګار په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور کړی د افغانستان د ملي اردو او کورنیو چارو وزارتونو ته د امریکا د دفاع وزارت له‌خوا د ۲۰۱۵ میلادي کال له جنورۍ نه د ۲۰۱۸ میلادي کال تر اپرېل میاشتې پورې د سلا ورکولو هڅې ارزولې دي.

سیګار وایي، له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې چې دفاع وزارت له قراردادیانو سره د یو میلیارد او ۶۲۰ میلیونه ډالرو څلور قراردادونه کړي چې د افغانستان د ملي اردو او کورنیو چارو وزارتونو سرتېرو او پولیسو ته روزنه ورکړي، د ۴۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه قراردادونه‌یې تر اوسه دوام لري چې په روانه نومبر میاشت کې به ختم شي.

سیګار وایي، د دفاع وزارت د نیمګړي پلان، څارنې او ارزونې له امله د دغو هڅو پرمختګونه او مؤثریت چې څومره‌یې د دواړو وزارتونو وړتیاوې زیاتې کړي، نه‌دی معلوم.