امریکا د یمن د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو د یمن د جګړې د سمدستي بندېدو او بېرته د خبرو اترو مېز ته د ورګرځېدو غوښتنه وکړه.

هغه جګړه چې ډېر یې د سعودي عربستان او د هغه د سیمه‌ییز سیال ایران ترمنځ نیابتي جګړه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د دفاع وزیر جېمز مټېس د سې شنبې د ورځې په وروستیو کې په یمن کې د روانې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې د خبرو د نوي پړاو د پیلېدو د غوښتنې ملاتړ وکړ.

دغې جګړې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران رامنځته کړی دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف هڅه کوي چې د حوثي یاغیانو له‌خوا د لیرې کړای شوي ولسمشر عبدالربه منصور هادي حکومت بېرته واکمن کړي.

په دغه جګړه کې چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې پیل شوې، شااوخوا ۱۰ زره کسان چې زیاتره‌یې ملکي وګړي دي، وژل شوي او په میلیونونو نور له لوږې سره مخامخ دي.

مټېس وویل، ټولو ته په‌کار ده چې په روانه میلادي میاشت کې په سویډن کې سره وګوري او یوه حل لاره ومومي.

پامپیو بیا له حوثیانو وغوښتل چې پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د میزائیلو او ډرون حملې ودروي او ائتلاف دې هم په یمن کې پر ګڼ مېشتو سیمو هوایي بریدونه پای ته ورسوي.