په نورستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه موندل شوې

د نورستان چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د پولیو یوه مثبته پېښه موندل شوې ده.

د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ذکي الله ستوري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په نورستان کې د پولیو د مثبتې پيښې د پیدا کېدو په اړه وویل:

"بدبختانه چې موږ په نورستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه لرو، هغه هم د مرکزي نورستان د پارون اړوند د پرونس کلې کې ده، د ماشومې نوم منصفه دی او د حزب الله لور ده، شپږ میاشتې عمر لري، دا لومړنۍ پېښه ده چې په نورستان کې ثبت شوې ده."

هغه وايي، د پولیو ضد واکسینو کمپاینونه په نورستان کې په ښه ډول ترسره کېږي او هېڅ ډول مخالفت ورسره وجود نه لري.

ډاکتر ستوري وړاندې وویل:

"د پولیو خلاف د واکسینو برنامه په ډېره بریالۍ توګه پرمخ ځي، لېرو ساحو ته رسېږي او په هغه کې هېڅ ستونزه نشته، ستونزه دا ده چې د نورستان خلک کونړ او ننګرهار ته تګ راتګ کوي او په یادو دواړو ولایتونو کې د پولیو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي او کېدای شي چې له همدې وجې دغه پېښه مثبت شوې وي."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د فلج مثبتې پېښې دوی سخت اندېښمن کړي، د ګوزڼ د وایروس د کنټرول لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، څو نورو ماشومانو ته انتقال نشي.

حافظ عبدالقیوم

والي وړاندې وویل:

"یقیناً دا د تشویش وړ موضوع ده او زموږ لپاره دا د خفګان خبره ده چې په نورستان کې دغه پېښه ثبت شوې ده، په دې باندې موږ څو ناستې ترسره کړې، څو یو جدي او هر اړخیز پلان جوړ کړو چې د دې مرض د نور مخنیوي لپاره ټولې ادارې په ګډه کار وکړي."

دیني عالمان وايي، د اسلام په مقدس دین کې د ناروغۍ له درملنې وقایه غوره ګڼل شوې او همدا لامل دی چې نظافت او پاکي يې د ایمان جز ګڼلی.

عالمان وايي، لکه څنګه چې ځان پاک ساتل او له ډوډۍ وړاندې او وروسته د لاسونو مینځل د ناروغیو د مخنیوي غوره وقایه ده، همداسې واکسین هم دي، نو ټولو خلکو ته پکار دي چې له پنځو کالو کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین ورکړي او خپل اولادونه د فلج له ناعلاجه ناروغۍ وژغوري.

د عامې روغتیا مسؤلین وايي، د نورستان له پېښې سره په هېواد کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

راپور: روح الله انوري