په پاکستان کې د اسیه بي بي د سزا لغوه کېدو تند عکس العملونه پارولي

پاکستان کې د یوې مسیحی ښځې د مرګ د سزا لغوه کېدو د سخت دریځو اسلامي ډلو تند عکس العملونه پارولي دي.

دغو سخت دریځو ډلو د اسیه بي بي چې سترې محکمې يې د خوشې کولو امر کړی، د وژلو ګواښونه هم کړي دي.

د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار نن د اسیه بی بي چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور محکومه شوې وه او د اعدام حکم یې د لاهور محکمې صادر کړی و، لغوه کړ.

اسیه بي بي چې د څلورو ماشومانو مور ده، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه شوې وه.

د سترې محکمې تر حکم وروسته، د پاکستان د سخت دریځې ډلې لبیک یا رسول الله پلویانو په لویو ښارونو کې سړکونو او لارو ته راووتل او له پولیسو سره يې اخ و ډب وکړ.

مظاهره چیانو د صدراعظم عمران خان د حکومت د لېرې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

خو د بشری حقونو مدافع ډلو بیا د اسیه بي بي د سزا د لغوه کولو په اړه د پاکستان د سترې محکمې پرېکړه ستایلې ده.