د کابل پروان پر لویه لار په یوه ټرافیکي پېښه کې اته کسان مړه شوي

د کابل پروان پر لویه لاره نن د یوې ټرافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

د پروان د ټرافیکو مدیر ازادي راډیو ته وویل چې په مړو شويو کې دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

محمد نذیر وویل، پېښه د بګرام ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو کورولا ډوله موټرو د ټکر په نتیجه کې شوې ده.

د پروان مرکزي روغتون ویلي دي چې د دې ټرافیکي پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی.