د روسيې د تحقیقاتو اداره وايي، د دې هېواد په فدرالي امنیتي اداره کې د مشکوک تروریستي برید په اړه پلټنه کوي.
د روسيې د شمال په ارخان ګیلسک سیمه کې نن په فدرالي امنیتي اداره کې نن یوې چاودنې یو کس وژلی دی.
د روسيې د تحقیقاتو ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې په فدرالي امنیتي اداره کې مشکوک برید کوونکی د سیمې یو ۱۷ کلن اوسیدونکی و چې د چاودنې په نتیجه کې وژل شوی دی.
په دې چاودنه کې د روسيې درې امنیتي افراد ژوبل شوي دي.