ولسي جرګې ته د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال بودجه معرفي شوه

د افغانستان ماليې وزارت ولسي جرګې ته د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال بودجه معرفي کړه.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۹» د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال بودجه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته تشریح او وسپارله، تر څو د یادې جرګې د مالي او بودجې کمېسیون پرې په خپلو ځانګړو غونډو کې هر اړخیز بحثونه وکړي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالله رقیبي د جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال ټوله بودجه داسې معرفي کړه:

"د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال بودجه په ټوله کې شااوخوا ۳۹۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، له دې جملې عادي بودجه چې په سلو کې ۶۹ جوړوي، څه باندې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې او په همدغه کال کې پراختیايي بودجه څه باندې ۱۲۴ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده."

ده وویل، په دواړو عادي او پراختیايي بودجو کې د تېر مالي کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

ده دا هم وویل، په روان کال کې په ټوله کې عادي بودجه ۷۲ او پراختیايي بودجه ۵۹ فیصده مصرف شوې ده.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد د مالي بودجې ۵۱ فیصده د بهرنیو مرستو له لارې تمویلېږي.

د مالیې وزارت مرستیال دا هم وویل، په ۱۳۹۷ لمریز مالي کال کې د پیسو نړیوال صندق (ای. اېم. اېف) افغانستان ته د ملي عوایدو کچه څه باندې ۱۴۲ میلیارده افغانۍ ټاکلې وه او د ماليې وزارت وتوانېد چې په دغه کال کې څه باندې ۱۴۹ میلیارده افغانۍ راټولې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لویو او وړو سوداګرو، متشبثینو او پانګه‌والو تل د حکومت له‌خوا د عوایدو په راټولولو او د مالیې د ټکسونو په لوړولو انتقادونه کړي دي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، حکومت باید یوازې د عوایدو راټولو ته نه، بلکې د سوداګرو، متشبثینو او پانګه‌والو د ستونزو هوارولو ته هم پام او اقدامات وشي.

د دغو پوهانو له ډلې تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته وویل:

"دا داسې خبره نه‌ده چې دوی ډېر عواید راټول کړي، بلکې په مظلوم ملت‌یې مالیات لوړ کړي چې دې ته لاسته راوړنه نه‌شو ویلی او بله خبره دا ده، هغه پروژې دې په بودجه کې په پام کې ونیول شي چې خلکو ته خدمات عرضه کړي او بشري منابع په کار بوختې شي، هغو پروژو ته توجه نه‌کېږي."

په دې ورځ د ماليې وزارت چارواکو دا هم وویل چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې پراختیايي بودجه په لازمه توګه نه‌ده لګول شوې.

په دې اړه د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل، پراختیايي بودجه باید په داسې پروژو ولګول شي چې بنسټیزې وي او خلکو ته په‌کې د دایمي کارونو زمینې برابرې شي.

راپور: خان محمد سیند