په کندهار کې د ګوزڼ د ناروغۍ تازه پېښه ثبت شوې ده

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې د میوند ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ تازه پېښه ثبت شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا د ریاست یوې سرچینې په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي چې د میوند ولسوالۍ د کارزیک په سیمه کې د راضیه په نوم یوه څوارلس میاشتنۍ ماشومه د پولیو په وایروس اخته شوې ده.

له دې سره د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال د پیل راهیسې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پيښو شمير ۱۲ته لوړ شو چې ۹ پيښي په کندهار، دوه په هلمند او یوه په اروزګان ولایت کي ثبت شوې ده.

تر دې مخکي د کندهار د عامي روغتيا رياست چارواکو ازادي راديو ته ويلي وو چي ددې ولایت په ټولو برخو کي يي د پولیو وایرس نښي موندلي دي، او دا يې د جنوبي ولایتونو د ماشومانو لپاره د خطر زنګ بللي و.

روغتیايي مسولین وايي، کندهار هغه سیمه ده چې تیر کال د نړۍ تر بلې هرې سیمې ډیرې د پولیو پېښې په کې رامنځ ته شوي دي.