د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف خپل مرستیال د ازادي راډیو د یوه راپور تر خپرېدو وروسته له دندې لېرې کړ.
د ازادي راډیو د ازبکستان برخې پرون د اکټوبر په ۲۹ مه پلازمېنې تاشکند ته نېږدې په یوه سیمه کې د څو بزګرو عکس خپور کړ چې د اوبو په یوه ډنډ کې درول شوي او جزايي شوي وو.
د عکس تر خپرېدو وروسته، د ازادي راډیو خبریال وتوانېد چې د پېښې ځای معلوم کړي، جزايي شوي بزګر وپېژني او ثابته کړي چې دا کار د ازبکستان د مرستیال ولسمشر په امر شوی و.
د ازادي راډیو د ازبکستان د برخې د دې راپور له خپرېدو سره سم، د ازبکستان ولسمشر خپل مرستیال له دندې لېرې کړ.