د بنګله‌دېش پخوانۍ صدراعظمه خالده ضيا په ۷ کلونو بند محکومه شوه

د بنګله‌دېش پخوانۍ صدراعظمه خالده ضيا چې د دې هېواد د حکومت د مخالف ګوند مشره هم ده، د دوشنبې په ورځ په اوو کلونو بند محکومه شوه.

د بنګله‌دېش د پخوانۍ صدراعظمې خالدې ضيا پلويان د دې او د دې د نشنلېست ګوند پر وړاندې د جرايمو له ګڼو قضيو سره مخامخ شول.

د دې ګوند وايي، دا د ډسمبر تر انتخاباتو مخکې د حکومت هڅه ده چې مخالفین کمزوري کړي.

حکومت وايي چې د تورنو کسانو پر وړاندې ځانګړې قضیې لري.

د خالدې ضيا ګوند په بېړنۍ توګه د محکمې حکم رد کړ او اعلان‌یې وکړ چې په ټول هېواد کې به اعتراضیه لاریون وکړي.

خالده ضیا ۷۳ کلنه ده، دا په ډهاکه کې محکمې ته نه‌وه وړاندې شوې او د دې مدافع وکيل هم دې غونډې ته حاضر نه‌شو او دوی ویلي چې د عدالت تمه نه‌لري.

د بنګله‌دېش سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د مېرمن ضیا د استېناف مراجعه رد کړه چې اووه کاله وروسته له هغه شوې وه چې په دغه هېواد کې د فساد پر وړاندې کمېسیون ته‌یې شکايت ثبت شوی و.

مېرمن ضیا د اداري فساد په یوه بله قضیه کې پنځه کلن بند تېروي او د روانې مياشتې په لومړيو کې روغتون ته انتقال شوه.

د دې ګوند ويلي چې د دغو قضيو تر شا سياسي انګېزه ده.

قاضي اخترالزمان وويل چې مېرمن ضیا له ۲۰۰۱ میلادي تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې د خپل حکومت پر مهال له واکه په ناوړه ګټه د خپل مېړه ضياالرحمان په نوم خيريه مؤسسې ته له نامعلومو سرچينو درې لکه او ۷۵ زره ډالره تر لاسه کړي وو.

ضياالرحمان د بنګله‌دېش د پوځ پخوانی مشر او د دې هېواد ولسمشر پاتې شوی چې په ۱۹۸۱ میلادي کال کې ووژل شو.

محکمې له دې قضيې سره اړوند درې نور کسان هم په ۷ کلونو بند محکوم کړل.

مېرمن ضيا له ۳۰ نورو قضيو سره مخامخ ده چې د بنګله‌دېش په محکمو کې پرتې دي.

د دې نشنلېست ګوند وايي، دا قضيې د ضیا پر وړاندي د اوسنۍ صدراعظمې شېخ حسینې له واکه ناوړه ګټه ده، ځکه دوی له ډېرې مودې راهيسې سياسي سیالانې دي او د دوی په وينا، شېخ حسینه غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د درېيم ځل لپاره بريالۍ شي.

مېرمن ضيا او د دې سیاسي پلويانو د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې ګډون ونه‌کړ او پر لاریونونو او اعتراضونو سربېره، شېخ حسینې ته لاره پرانيستل شوه چې یو ځل بيا واک ترلاسه کړي.

شیخ حسینه

د مېرمن ضيا مهم پلوی ګوند جماعت اسلامي دی چې د شېخ حسینې سخت مخالف دی.

د دې ګوند مشران په دې وروستيو کې له پاکستان سره د ۱۹۷۱ کال د ازادۍ د جګړې پر مهال د جنګي جرايمو په تور په اعدام محکوم شول.

د دوشنبې په ورځ د بنګله‌دېش د انتخاباتو کمېسیون د ګوند په توګه د جماعت اسلامي نوم له ثبته وايست چې له دې سره دا ګوند نه‌شي کولای چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د مېرمن ضیا زوی طارق رحمان په بنګله‌دېش کې د توقيف د مخنیوي په هدف په لندن کې جلا وطنه دی.

د بنګله‌دېش يوې محکمې طارق رحمان ته د ۲۰۰۴ میلادي کال د لاسي بم د یوې حملې په تور د عمر قید سزا واوروله.

په بنګله‌دېش کې یو نوی ائتلاف جوړ شوی چې مشري يې يو حقوق‌پوه کوي او د اوسنۍ صدراعظمې شېخ حسينې د استعفا غوښتنه کوي.

د خالدې ضيا ګوند د دې ائتلاف مهم متحد دی، خو مېرمن شېخ وايي دا به د خپل هېواد د اساسي قانون له مخې حکومت پر مخ وړي او انتخابات به تر سره کړي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې انتخابات وشي.