د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره سر له اوسه د سیاسي احزابو غونډې روانې دي

د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو په رانږدې کېدو سره په دې هېواد کې بېلابېلې ناستې او غونډې پیل شوې دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نږدې اته میاشتې پاتې دي، په دې هېواد کې د دغو ټاکنو لپاره د کاندیدانو پر سر د سیاسي ګوندونو او اشخاصو ترمنځ سلا مشورې او بحثونه پیل شوي دي.

یو شمېر سیاسي احزاب وايي، که څه هم تر دې دمه په ښکاره ډول کوم ځانګړی انتخاباتي ټکټ نه‌دی رامنځته شوی، خو په دې اړه د غونډو او ناستو لړۍ پیل شوې ده.

د ګلبدین حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند ویلي، لا معلومه نه‌ده چې دوی به کوم ځانګړی نوماند ولري که نه؟ خو هڅې روانې دي چې جهادي او غیر جهادي ګوندونه او ډلې په ګډه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د یو کاندید په وړاندې کولو غور وکړي.

د دې ګوند یوه ویاند حشمت‌الله ارشد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"حزب اسلامي په دې ټینګار کوي چې دلته ټول جهادي او غیر جهادي ګوندونه چې د نفوذ خاوندان دي، که په یو کاندید سلاح شي، نو په باور سره وایم چې ګټونکي به واوسي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت دوره اته میاشتې وروسته پای ته رسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په وروستیو کې وشي.

د دې کمېسيون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي ویلي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو مهالوېش‌يې تیار کړی، خو دقیقه نېټه‌يې نه‌ده اعلان کړې.

افغان حکومت هم په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو ژمنه کړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د راروانو ټاکنو لپاره د مالي سرچینو پیدا کولو او امنیت ټینګولو مسؤلیت لري او دا مسؤلیت سرته رسولای شي.

د راپورونو پر اساس، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غیر مستقیم ډول ښکاره کړې چې یو وار بیا به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې نوماند شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په دې انتخاباتو کې خپله نوماندي نه‌ده رد کړې.

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي وړاندې له وړاندې خپله نوماندي اعلان کړې ده.

همدا شان په هند کې پخواني افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم ویلي چې د کندهار له مشرانو سره له مشورو وروسته به په ولسمشریزو انتخاباتو کې د خپلې نوماندۍ په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان د نوي ملي جبهې مشر انوارالحق احدي هم په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې خپله کاندیدي اعلان کړې ده.

د دغې جبهې ویاند وحیدالله غازي‌خېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، نوې ملي جبهه د یوه داسې ائتلاف په جوړولو لګیا ده چې د افغانستان ټول قومونه په‌کې خپل ځان وګوري.

دی وایي:

"نوې ملي جبهه له دې وړاندې هم له لوی ائتلاف او سیاسي رهبرانو سره ناستې کړې وې او اوس هم په انتخاباتي ټکټ باندې خبرې روانې دي، موږ غواړو چې یو ښه قوي ټکټ چې د افغانستان ټول قومونه په‌کې خپل ځان وګوري او ملي ټیم وي، رامنځته کړو چې ډاکتر صاحب احدي به‌يې په راس کې وي او په لومړي او دوهم مرستیال خبرې روانې دي."

تازه لوی ملي ائتلاف او جمعیت اسلامي ګوند هم یوه ناسته کړې او د جمهوري ریاست پر انتخاباتو يې بحثونه پیل کړي.

که څه هم ویل کېږي چې دغه دواړه ډلې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د یوه ځانګړي نوماند په ټاکلو کې کومې نتیجې ته نه‌دي رسېدلي، خو د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا وايي چې په یاده ناسته کې یوازې د راتلونکي احتمالي حکومت په جوړښت او د حکومت په کورنۍ او بهرنۍ کړنلاره بحثونه شوي دي.

فضل الرحمان اوریا

دی زیاتوي:

"کومې غونډې او ناستې چې اوس روانې دي، دا د دوه هدفونو لپاره دي، یو دا چې تصویب کړو چې زموږ راتلونکی سیاسي نظام باید څه ډول وي او زموږ کړنلاره به څه وي، نو کله چې دا دوه شیان جوړ شول، نو له دې وروسته به بیا په یو ګډ کاندید خبرې کېږي."

ښاغلی اوریا وايي چې وروسته به د انتخاباتو لپاره د کاندید په ځانګړنو هم بحثونه وشي او دغه ائتلاف به خپل نوماند وړاندې کړي.

له دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور ويلي وو چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به یا خپله کاندید وي او یا به د یو بل کاندید د مرستیال په توګه برخه واخلي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د ملي یووالي په حکومت کې وروستۍ استعفاګانې هم د دې ښکارندويي کوي چې راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته چمتووالی پیل شوی او انتخاباتي ټکټونه د جوړېدو په حال کې دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست تېر وار انتخاباتي بهیر د درغلیو د ادعاوو له امله له داسې بن بست سره مخامخ و چې د امریکا د بهرنیو چارو مخکېنی وزیر جان کېري یې منځګړیتوب ته اړ شو او د ملي وحدت د حکومت په جوړېدو موافقه وشوه.

راپور: اکرام‌الله اکرام