ولې ځینې خواښیانې، توپیري چلند کوي؟

د نیمې نړۍ په دې خپرونه کې د خواښې له‌خوا د اینږیندو ترمنځ په توپیري چلند او د خواښیانو پر وړاندې د اینږیندو پر بې‌تفاوتۍ غږېږو چې دغه ستونزې ځیني وخت په کورني تاوتریخوالي هم بدلېږي.

  • ولې ځینې خواښیانې غواړي پر خپلو اینږیندو کنټرول او څار ولري؟
  • د خواښې او اینږور اړیکه د کورني نظم په ساتلو کې څومره مهمه ده؟
  • اینږیندې څه ډول کړنې او رفتار غوره کړي چې د کورنۍ مشران په تېره خواښې ترې خوښې وي؟
  • په کورنۍ کې د خواښې مسؤلیت او دنده څه ده؟

په‌دې خپرونه کې د راپور تر څنګ مرکه هم لرو چې د همدغو ستونزو پر حل‌لارو غږېدلي یو.

دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې: فرشته غني