په هلمند ولايت کې د يوې ټرافيکي پېښې په نتيجه کې ٦ کسان ټپيان شوي دي.
د والي وياند عمر ځواک نن ازادي راډيو ته وويل، ټکر نن سهار د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه کې د کابل-هرات پر لويه لار شوى دى.
د ده په وينا يو ټېلر له يوه سراچه ډوله موټر سره ټکر شوى او په پېښه کې شپږ واړه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يوه ټپي روغتيايي وضعيت نازک ښوول شوى دى.
د کابل-هرات پر لويه لار وخت ناوخت د موټر چلوونکو د بېاحتياطۍ يا هم د سړک د خرابوالي په نتيجه کې ټکرونه کېږي.