روسیه: له يوه تړونه د واشنګټن وتل به اروپا ته "خطرناک عواقب" ولري

د روسيې دفاع وزير خبردارى ورکړ، د اټمي وسلو د کنټرول له يوه زاړه تړون څخه د واشنګټن وتل به اروپا ته "خطرناک عواقب" ولري.

سرګي شوېګو پرون له خپل يوناني سيال سره د کتنې پر مهال وويل، اروپايي ټولنه او ناټو بايد د ١٩٨٧ میلادي کال د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه د واشنګټن د وتلو عواقب وارزوي.

دغه تړون د امريکا د پخواني ولسمشر رونالد رېګن او د پخواني شوروي اتحاد د رهبر میخائیل ګورباچف ترمنځ لاسليک شوى و.

د روسيې دفاع وزير سرګي شوېګو وويل:

"داسې ښکاري چې په اروپا کې هر کس دا درک کوي چې دغه پرېکړه به په اول ګام کې د اروپا لپاره جدي عواقب ولري."

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ترمپ روانه مياشت له دغه تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان کړى او تور يې لګولى چې روسيه له ٢٠١٤ میلادي کال راهيسې له دغه تړونه سرغړونه کوي.

روسيه دا تور ردوي، خو وايي په اروپا کې د امريکا د ميزائيلو د دفاعي سيستم د ځاى پر ځاى کولو ځينې جنبې، له دغه تړونه سرغړونه ده.