په داسې حال کې چې امريکا له هندوستان او چين څخه غواړي چې د ايران د تېلو رانيول صفر ته ورسوي، خو د ايران دغه دوه لوى مشتريان وايي، په نړۍ کې د تېلو د کافي اکمال لپاره بل بديل نهشته.
په پام کې ده راتلونکې دوشنبه د ايران د تېلو پر سکټور د امريکا د بنديزونو عملي کېدل پيل شي.
دغه بنديزونه وروسته له هغې بيا لګول کېږي چې امريکا د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ.
خو د تهران لوى مشتري چين په څرګنده ژمنه کړې، د دې موافقې درناوى به کوي او ويلي يې دي چې د واشنګټن له خبرداري سره سره به د ايران د تېلو واردولو ته دوام ورکړي.
امريکا خبردارى ورکړى و که چين له بنديزونو سرغړونو ته دوام ورکړي، په امريکا کې به چينايي کمپنۍ له کاروباره منع شي.
بلخوا په اسيا کې د ايران دوو نورو مشتريانو جاپان او جنوبي کوريا د ايران د تېلو رانيول بند کړي دي.