- ګالپ مؤسسه
ګالپ مؤسسې د افغانانو په اړه يوه نوې نظرپوښتنه کړې ده.
دغه مؤسسه په سروې کې د افغانانو د ژوند تر ټولو ښکته کچې او د دوی لپاره د فرصتونو په اړه خبر ورکوي.
په نظرپوشتنه کې ۵۲ فیصده افغانانو ويلي چې ژوند يې تر پخوا خراب شوی او يوازې ۴ فیصده افغانانو ويلي چې د ژوند وضعیتيې سم شوی دی.
همداراز ۳۶ فيصده کسانو چې په دې نظرپوښتنه کې يې ګډون کړی، ویلي ښايي تېره ورځیې خندلي وي يا مسکۍ شوي وي.
د ګالپ په وينا دا په نړۍ کې د خندا تر ټولو ښکته کچه ده.
په مقاله کې راغلي چې که د ژوند د ښېګڼې، اسانتياوو او فرصتونو لپاره د نړۍ هېوادونو ته له صفره تر ۱۰ امتياز ورکړل شي، افغانستان ۲،۳ اخلي.
د ګالپ نظرپوښتنه ښکاروي چې په افغانستان کې تاوتريخوالي او بېوزلۍ تر کومې کچې د افغانانو ورځنی ژوند زيانمن کړی دی.
ګالپ مؤسسې له ۲۰۰۶م کال راهيسې تر اوسه هر کال په افغانستان کې همداسې نظر پوښتنه کړې ده.
په مقاله کې راغلي چې خواړه، سرپناه، امنيت او خونديتوب د انسان له بنيادي اړتياوو څخه دي او دا هغه څه دي چې نشتوالی يې د ژوند لپاره د هيلو کچه په افغانستان کې تر ټولو ټيټه کړې ده.
ګالپ مؤسسې له ۲۰۰۶م کال راهيسې تر اوسه هر کال په افغانستان کې همداسې نظرپوښتنه کړې ده.
د دې مؤسسې تر ټولو نوې سروې په افغانستان کې د جولای مياشتې پر مهال له زرو کسانو سره تر خبرو وروسته چمتو شوې ده.
- وال سټریټ ژورنال
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د چابهار بندر په اړه ليکلي دي.
د مقالې عنوان دی، د ايران ساحلي پروژې امريکا له ستونزمن حالت سره مخامخ کړې ده.
مقاله په سوریه، لبنان، یمن او نورو ځایونو کې د ایران فعالیتونو ته په اشاره وايي چې امریکا دغه فعالیتونه د منلو وړ نهبولي او په نتيجه کې يې پر ايران بنديزونه لګولي چې د نومبر په پنځمه به عملي شي.
مقاله ليکي، پر ايران د امریکا بنديزونه ښايي د چابهار بندر پر جوړېدو منفي اغېز وکړي.
تمه کېږي چابهار بندر به په سیمه کې سوداګري زیاته کړي.
له بشپړېدو وروسته دا بندر ښايي له جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اقتصادي اړيکو په پراخولو کې له ایران سره مرسته وکړي.
له دې سره به ايران د خپلو تېلو د صادراتو په برخه کې تر خليج فارس ورهاخوا نکته ومومي او همداراز به دغه بندر ورته يوه ستراتېژيکه نظامي پانګه وي.
د دې بندر يوه کوچنۍ برخه په تېر ډسمبر مياشت کې فعاله شوه.
د بندر جوړولو موافقه د ايران، هندوستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۱۶م کال په مې مياشت کې لاسليک شوې وه.
وال سټريټ ژورنال لیکي چې دا بندر نهيوازې د ايران، بلکې د هندوستان اقتصاد ته هم ډېره ګټه رسوي.
وال سټريټ ژورنال: دا بندر نهيوازې د ايران، بلکې د هندوستان اقتصاد ته هم ډېره ګټه رسوي.
هندوستان د امريکا متحد هېواد دی او د مقالې په وينا امریکا هندوستان ته ويلي چې په منځنۍ اسيا کې خپل اقتصادي حضور پراخ کړي.
د مقالې په وينا هندوستان بله هېڅ لاره نهلري چې منځنۍ اسیا ته لاسرسی ومومي.
مقاله يادونه کوي چې چابهار همداراز د افغانستان لپاره د پاکستان یو بديل دی ځکه پاکستان غواړي افغانستان په راتلونکي کې له چين سره د جوړېدونکي ګوادر له بندره په استفاده سوداګري وکړي.
مقاله د کارپوهانو له قوله لیکي چې که د چابهار د جوړېدو کارونه ودرول شي، افغانستان به په دايمي توګه پر پاکستان متکي شي.