مېرکل: د خپل ګوند مشرۍ ته نه کاندیدېږم، خو غواړم صدراعظمه پاتې شم

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل خپل ګوند (عیسوي ډموکراتیک اتحاد) ته ویلي، چمتو ده چې د ګوند د مشرتابه انتخاباتو ته به بیا نه کاندیدېږي، خو غواړي چې د صدراعظمې په توګه پاتې شي.

په دې اړه خبر د جرمني خبري اژانس د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې د (عیسوي ډموکراتیک اتحاد) د ګوند د سرچینو په حواله ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د جرمني د دوو ایالتونو په پارلماني انتخاباتو کې د مېرکل د محافظه کار ائتلاف ملاتړ راکم شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د مېرکل د (عیسوي ډموکراتیک اتحاد) ګوند په ډيسمبر کې په کنفرانس کې د دې ګوند نوی مشر وټاکي.

مېرکل له ۲۰۰۰ میلادي کال راهېسې د دې ګوند مشري کوي او له ۲۰۰۵ میلادي کال راهېسې د جرمني صدراعظمه ده.