د ښځو د حقونو ۱۰ فعالانو ته د ۲۰۱۸ کال د اتلانو جایزې ورکړل شوې

د ښځو د پیاوړتیا لپاره د پروموټ پروژې او د سولې او ولسواکۍ په برخه کې د برابرۍ بنسټ د ښځو د حقونو په برخه کې لسو غوره فعالانو ته د ۲۰۱۸ کال د اتلانو جایزې ورکړې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او په حکومتي کچه دوی ته د کمې ونډې په اړه تل راپورونه ورکړل شوي، خو نن په کابل کې ځينو هغو فعالانو ته د اتلولۍ مډالونه ورکړل شول چې سږ کال يې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي.

دا پروګرام چې د امریکا د پراختیايي ادارې یا USAID د پروموټ پروژې او د سولې او ولسواکۍ د یووالي په برخه کې د عدالت غوښتنې د بنسټ له خوا جوړ شوی و، پکې لس کسان د ۲۰۱۸ کال اتلان اعلان شول.

په افغانستان کې د پروموټ پروژې مسؤلې ډاکتر سوسان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د ښځو د پیاوړتیا او شمولیت په خاطر د ټولنې له منځه کار کول، له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره مرسته کوي چې په حکومت کې د مېرمنو ونډه تر ۳۰ سلنې ورسوي.

د پروموټ پروژې مسؤله ډاکتر سوسان

نوموړې وویل:

"تعلیم لرونکې او په وړتیاوو سمبالې مېرمنې د ډېر ښه فرصت استازیتوب کوي او همدوی له حکومت سره د هغې ژمنې د پوره کېدو په برخه کې مرسته کولای شي چې وايي، د مېرمنو ونډه ۳۰ فیصدو ته رسوو او نن ۱۷۸۱ فارغې شوې مېرمنې دې ته چمتو دي چې کار وکړي.

اغلې سوسان وايي، دوی د ښځو چارو د وزارت او نورو اړوند بنسټونو سره دې هدف لپاره کار کوي چې وړو مېرمنو ته د کار لومړیتوب برابر شي.

د پروموټ د پروژې مسؤلین او د سولې او ولسواکۍ د برابرۍ بنسټ وايي، د سږ کال اتلان يې د ډېرو څېړنو په ترڅ کې د اغېزمنتیا له مخې انتخاب کړي دي.

د ولسواکۍ د برابرۍ د بنسټ مرستیالې فروزان رسولي وویل، دا لس کسان د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د اغېزمنتیا له مخې غوره شوي چې پنځه يې مېرمنې او پنځه نور يې نارینه دي.

د نارینه و په برخه کې په دغو اتلانو کې صیف الله حاکیمي، نظر احمد غفوري، محمد نصیر، حکمت الله افغان، عبدالوحید حکیمي او د ښځو په برخه کې فرزانه اکبري، وحیده عزیزي، موبینه خیر اندېش، ذینب فایض، ملاله میوندۍ شامل دي.

پروموټ د امریکا د پراختیايي ادارې په چوکاټ کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پروژه ده چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې کار کوي.

خو تېره میاشت سیګار راپور خپور کړ چې دا پروژه په خپلو اهدافو کې ناکامه ده او څنګه چې په کار وه، په افغانستان کې د مېرمنو د وړتیا لوړولو ته یې کار نه دی کړی.

له دې سره د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، په افغانستان کې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ستراتژۍ په کچه د پام وړ کار شوی دی.

خو اغلې وردګ د اتلانو د نمانځنې دغې غونډې ته وویل چې د عملي ذهنیت جوړولو په برخه کار ډېر پڅ دی.

سپوږمۍ وردګ

نوموړې زیاته کړه:

"یو شمېر چارواکي دي چې په لوړه کچه کار کوي، خو د خپلو مېرمنو د نوم په اخیستلو شرمېږي، زما هدف دا دی چې د ذهنیت په برخه کې له لوړې کچې څخه بیا تر ټيټې کچې پورې کارونه ډېر کمزوري دي."

له دې سره د سږ کال لپاره اعلان شویو ځينو اتلانو هم انتقاد درلود چې د حکومت دننه د ښځو د پیاوړتیا لپاره د کمپایني شعار په ډول کار کېږي.

له ډلې یې حکمت الله افغان ازادي راډيو ته وویل چې د ښځو د پیاوړتیا او په حکومت کې د شمولیت لپاره سیاسي اراده باید په هره کچه تمثیل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ