امریکایي څارنوالان: لوی څارنوال دې د رابرټ باورس د مرګ سزا تأیید کړي

امریکایي څارنوالان غواړي چې د دغه هېواد لوی څارنوال وهڅوي چې د رابرټ باورس پر وړاندې د مرګ سزا تأیید کړي.

د پنسلوانیا ایالت څارنوال سکاټ برادي د یکشنبې په ورځ وویل، هڅه کوي چې د رابرټ باورس پر وړاندې د سزا ورکولو د دوسیې په برخه کې د امریکا د لوی څارنوال جیف سشنز تأیید واخلي.

باورس د پنسلوانیا ایالت په پټسبرګ ښار کې د یهودیانو پر یوه عبادت ځای کې د ۱۱ کسانو په وژلو تورن دی چې تمه ده نوموړی نن محکمې ته حاضر شي.

سشنز وړاندې ویلي وو چې دغه تورونه به وارزوي او کېدای شي چې دغه تورونه پر باورس د مرګ د سزا د حکم سبب شي.

باورس چې پر انټرنټي پاڼو یې د نژادي تبعیض تبصرې خپرې کړي، تورن دی چې د شنبې د ورځې په لومړیو کې د یهودانو عبادتځای ته ننوتی او ډزې یې وکړې.

ویل کېږي چې نوموړي دغه ځای ته په ورتلو شعار ورکاوه چې ټول یهودان باید مړه شي.

نوموړی په دې پېښه کې د پولیسو په ډزو ټپي او بیا ونیول شو.

په همدې پېښه کې د څلورو پولیس افسرانو په ګډون، شپږ تنه ټپیان شوي دي.

شااوخوا دوه زره ویرکوونکي د یکشنبې په ورځ د پټسبرګ په تالار کې او زرګونه کسان له دباندې د قربانیانو درناوي ته راټول شول.

د امریکا د دواړو ګوندونو ټولو سیاستوالو او د کاناډا، جرمني، فرانسې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو دغه پېښه غندلې ده.

په امریکا کې دوو مسلمانو ډلو د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د پیسو راټولولو کمپاین پیل کړی دی چې شااوخوا ۸۰ زره ډالره تر اوسه راټول شوي دي.