د ګرجستان د انتخاباتو په اړه رسمي نتایج ښیي چې د دغه هېواد انتخابات دوهم دور ته ولاړ شي.
د ګرجستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن دوشنبه وختي وویل چې د ۹۹ فیصده مرکزونو د شمېرل شویو رأیو نتایج ښیي چې سلومې زورابېشویلي ۳۸،۶ فیصده رأیې خپلې کړي چې تر خپل سیال ګریګول واشادژ یو فیصد ډېرې دي.
دا چې هېڅ کاندید ونهشو کولای چې ۵۰ فیصده چې د انتخاباتو د ګټلو لپاره شرط دی پوره کړي، نو د پارلمان مشر نن یوې خبري غونډي ته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټونکي معلومولو لپاره دوهم دور انتخاباتو ته اړتیا ده.
د ګرجستان چارواکي وایي، ښایي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهم دور تر ډسمبر دمخه وشي، خو دقیقه نېټهیې نهده معلومه شوې.
په ګرجستان کې د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست انتخابات وشول.
په دې هېواد کې ۳ نیم ميلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.
وړاندې داسې راپورونه وو چې ګرجستان به ممکن د قفقاز لومړی هېواد وي چې یوه ښځه د جمهوري ریاست څوکۍ ته وټاکل شي.
په ګرجستان کې د جمهوري ریاست لپاره ۲۵ کسان کاندیدان وو.
د ګرجستان ولسمشر جیورجي مارګویلاشویلي په دغو انتخاباتو کې له کاندیدۍ ډډه کړې ده.
دا په ګرجستان کې له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې پخواني شوروي اتحاد سقوط کړی، د جمهوري ریاست اووم وار انتخابات دي.
دا په ګرجستان کې وروستی وار دی چې ولسمشر به د خلکو په رأیو ټاکل کېږي.
په ګرجستان کې تېر کال قانون تعدیل شو چې تر روانو انتخاباتو وروسته به رسماً نافذ شي.
په ګرجستان کې به له دې وروسته ولسمشر د پارلمان د غړو او د ښارونو او بانډو د منتخبو سیاسي استازو د ۳۰۰ کسیز پلاوي په رأیو ټاکل کېږي.