د ګورجستان د ولسمشرۍ ټاکنې بل پړاو ته ولاړې

د ګورجستان د ولسمشرۍ انتخابات دوهم پړاو ته ووتل.

د دې انتخاباتو په لومړي پړاو کې په فرانسې کې زېږیدلي د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې سلومې زورابیشویلي ډېرې رأیې ګټلي، خو په لومړي پړاو انتخاباتو کې یې پر خپل نېږدې سیال د بریالیتوب لپاره بیا هم کافي رأیې نه دي تر لاسه کړي.

د ګورجستان د انتخاباتو مرکزي کمېسيون نن سهار وختي وویل، په سلو کې د ۹۹ مرکزونو د رأیو د نتایجو پر بنسټ سلومې زورابیشویلي په سلو کې ۳۸ اعشاریه ۶ رأیې ګټلي، په داسې حال چې رقیب یې ګریګول واشادژي په سلو کې ۳۷ اعشاریه اووه رأیې ګټلي دي.

په داسې حال کې چې هېڅ کاندید په سلو کې پنځوس رأیې نه دي پوره کړي، د ګرجستان د پارلمان مشر ایراکیلي کوباهیدژي یوې خبرې غونډې ته وویل چې د دوهم پړاو انتخابات ترسره کول به ضرور وي.

د ګورجستان د پارلمان پخواني مشر ډاویټ باکرادژي چې د اروپايي ګورجستان د ګوند له خوا کاندید و، په سلو کې څه کم یولس رأیې یې خپلې کړې.

نوموړي ویلي چې په دوهم پړاو کې به یې ګوند د واشادژي ملاتړ وکړي.