ډنمارک وايي، له افغانستان سره د حرفوي زده کړو همکارۍ ته ژمن دی

ډنمارک وايي، د افغانستان له حکومت او خلکو سره د حرفوي زده کړو په ګډون، په ټولو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر انډریس سامولسن چې کابل ته تللی، دا خبره یې نن دوشنبه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه لیدنه کې کړې ده.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې، اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې، د ولسي جرګې د بریالیو ټاکنو، پوهنې او حرفوي زده کړو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې افغانستان لېوال دی چې د تعلیمي نصاب او حرفوي زده کړو د ښه والي په برخه کې د ډنمارک له تجربو ګټه واخلي.