د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو ناستې د څرنګوالي په اړه د کابل او مسکو خبرې روانې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مسکو د ناستې د څرنګوالي او د ترسره کېدو د نېټې په اړه د کابل او مسکو خبرې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغې ناستې د افغانستان د توقع په اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو زیاته‌يې کړه چې د سولې په اړه هېڅ يوه ناسته به د افغانانو له رهبرۍ پرته کومه نتیجه ورنه‌کړي.

په دې اړه نور: سولې شورا: د سولې په اړه د مسکو پر ناستې هوکړه شوې او پایلو ته‌یې خوشبین یو

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"د مسکو د ناستې موضوع تر بحث لاندې ده او موږ د دغې ناستې د څرنګوالي او نېټې په اړه له روسي چارواکو سره په خبرو یو، په پرېکنده ډول ویلی شم چې هېڅ يوه ناسته هغه که په هر هېواد کې وي د افغانانو له رهبرۍ پرته کومه پایله نه‌شي لرلای."

ټاکل شوې وه دغه ناسته د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته په وږې میاشت کې ترسره شوې وی، خو د افغان حکومت له مخالفت وروسته دغه ناسته ترسره نه‌شوه او نږدې يوه میاشت وړاندې کابل او مسکو دې هوکړې ته ورسېدل چې دغه ناسته په ګډه ترسره کوي، خو لا یې هم د ترسره کېدو کره نېټه نه‌ده معلومه.

روسي چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په روسیه کې ترسره شي چې د افغانستان په ګډون د امریکا متحده ایالاتو، طالبانو او يو شمېر نورو هېوادونو استازو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په دې اړه نور: دين محمد: د مسکو غونډه د راتلونکې اوونۍ پای ته تر رسېدو مخکې جوړېږي

که څه هم طالبانو په دغه ناسته کې د ګډون په اړه رسمي څه نه‌دي ویلي، خو د ځينو راپورونو له مخې د طالبانو يو پلاوی د مسکو په ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته په لار دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا په دې اړه څه نه‌وايي، خو له دې وړاندې د دې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد ویلي چې د مسکو ناستې پایلو ته هیله‌مند دی.

بل‌خوا د نړیوالو اړیکو يو شمېر افغان کارپوهان که څه هم د مسکو ناسته مهمه بولي، خو وايي چې د دغې ناستې د ترسره کېدو په برخه کې لا هم اختلافات په خپل ځای دي.

انتظار خادم

له ډلې يې انتظار خادم په‌دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د افغانستان حکومت باید هڅه وکړي چې د مسکو د ناستې په اړه چې کومې پېچلتیاوې موجودې وې، هغه هوارې کړي څو موضوع روښانه شي، ځکه بحث د افغانستان د راتلونکي په اړه دی."

ښاغلی خادم په‌دې اند دی چې که د دغې ناستې په اړه پاک نیت موجود وي، نو سولې ته د رسېدو په لار کې به يو عملي ګام واخیستل شي.

راپور: محمد واصل وصال