حنیف حنفي: په خاص ارزګان کې قوماندان شجاعي د ملکیانو په کورونو حملې کړي

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر او د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد حنیف حنیفي وايي، تېره ورځ د خاص ارزګان ولسوالۍ کُندلانو سیمه کې د یوې غیر مسؤله وسله‎والې ډلې قوماندان حکیم شجاعي د ملکیانو په کورونو بریدونه کړي.

ښاغلی حنفي وايي چې رامنځته شوې جګړه کې ۷ غیر مسؤله وسله‎وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

جګړه هغه وخت رامنځته شوې چې له کُندلانو سیمې یوه ښځه حسیني سیمې ته تښتېدلې وه چې د کورنۍ غړو نوموړې ښځه بیا ځلي خپل سیمې ته راوستلې چې ورسره سم د شجاعي کسانو په‎دې کلي برید کړی او جګړه رامنځته شوې ده.

د سیمې خلکو د وسله‎والو طالبانو په ملاتړ د شجاعي له غیر مسؤله وسله‎والې ډلې سره جګړه پیل کړې چې تر دې مهاله په‎کې د شجاعي د مرستیال فکور په ګډون ۷ غیر مسؤله وسله‎وال وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.

یادې دواړې سیمې د حکومت له حاکمیته وتلې دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه یوې امنیتي باوري سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې دغه جګړه کې تر اوسه ۲۲ ملکیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په‎کې شامل دي.

یوه بله سرچینه بیا وايي، خپله شجاعي هم دغو نښتو کې ټپي شوی دی.

د ارزګان ولایتي شورا یو غړی عبدال حقبین بیا وايي چې تر اوسه له یادو سیمو سلګونه کورنۍ کډه شوي او ۱۵ ملکیان هم وژل شوي.

د ارزګان والي پېښه مني، خو وايي کره معلومات نه‎لري.

سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو او نور امنیتي مسؤلین بیا په‎دې تړاو ناخبري ښيي.

حکیم شجاعي کلونه وړاندې خاص ارزګان ولسوالۍ کې د بهرنیانو په مرسته د سیمه‎ییزو پولیسو لیکو کې پیاوړی قوماندان و چې د معلوماتو له مخې هغه مهال‎یې ۱۲۰ بې‎ګناه ملکیان وژلي وو او تر اوسه‌یې حکومت د نیولو اقدام هم نه‎دی کړی.

وسله‌وال طالبان بیا وايي، شجاعي په دوی بریدونه کړي چې متقابل ځواب کې د شجاعي ۸ کسان مړه او ټپیان شوي او ۵ تنه‌یې ژوندي نیولي دي.