د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، افغان حکومت له هر هغې پروژې ملاتړ کوي چې د سیمې د لویو پروژو بحث پهکې مطرح وي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت که څه هم د «سيپک» په پروژه کې د افغانستان د ګډون په اړه څه نهوايي، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت په سیمه کې د هرې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي.
د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د چین او پاکستان ترمنځ د «سيپک» یا د یادو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز په اړه وویل، دغه پروژه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې په ټوله کې د سیمې د سترو اقتصادي همکاریو لپاره مهمه ده.
سهراب بهمن
ښاغلي بهمن زیاته کړه:
"هره پروژه چې په سیمه کې رامنځته او یا د اقتصادي لویو ګټو لپاره مطرح کېږي، افغانستان ورته لبیک وايي او ملاتړ یې کوي، څه چې د افغانستان په اړه مطرح او زموږ په سترو سیمهییزو پروژو کې شامل وي په ټوله کې هغه پروژې دي چې یو له بلې سره اړیکه لري او هره یوهیې کولای شي، د سوداګرۍ، ټرانزیت او انرژۍ په برخو کې مرسته وکړي."
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې پهدې وروستیو کې د پاکستان ځینو رسمي رسنیو د «سيپک» د اقتصادي پروژې په ستراتېژۍ کې د افغانستان او ایران د مشارکت په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
په راپور کې په اسلاماباد کې د چین د سفیر یانوجینګ په حواله ویل شوي چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې په دغه پروژه کې برخه واخلي.
د «سيپک» په پروژه کې د افغانستان شاملېدل مثبتې اغېزې لري.
په راپور کې دا هم راغلي چې د «سيپک» د پروژې ګټه به نهیوازې پاکستان او چین، بلکې د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د «سيپک» پروژه یا د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلېز هغه پروژه ده چې له چین نه پیلېږي او په مستقیمه توګه د پاکستان له خاورې د ګوادر تر بندره رسېږي.
دغه وزارت وايي، افغانستان له پاکستان سره څو ځایه ګډه پوله لري او د چمن، غلام خان او تورخم د بندرونو له لارې، له دغه دهلېز سره نښلېدلی او کولای شي چې له دغو لارو د چین بازارونو، ګوادر او د اوبو نورو نږدې بندرونو ته لاسرسی پیدا کړي.
ازادي راډیو وغوښتل پهدې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولري، خو مسؤلینو يې په اړه خبرې ونهکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصادي چارو ځیني پوهان وايي، د «سيپک» په پروژه کې د افغانستان شاملېدل مثبتې اغېزې لري او باید پام ورته وشي.
سید قیاس سعیدي پهدې اړه ازادي رادیو ته وویل:
"دا چې افغانستان پهدغه پروژه کې شاملېږي، ملاتړ او اغېزې یې هم زیاتېږي. دا چې امنیت ترې تأمین شي او د افغانستان، پاکستان او چین خلکو تهیې ګټې رسېږي، باید موږ یې ملاتړ وکړو."
که څه هم افغان حکومت په دغه پروژه کې د افغانستان د برخې اخیستو په اړه نظر نهدی څرګند کړی، خو ښاغلی سعیدي سپارښتنه کوي چې که افغانستان پهدغه پروژه کې د شاملېدو لپاره تصمیم نیسي، باید په افغانستان کې له خپلو نړیوالو متحدینو سره مشورې وکړي چې په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نهشي.
د ده په خبره چین د امریکا کلک رقیب دی، امریکا له افغانستان سره ستراتېژیکه ملګرتیا لري او پاکستان هم د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ښه نیت نهلري.
راپور: خان محمد سیند