د افغانستان د جوجیتسو «Ju Jitsu» د ملي ټیم غړي حسین بخش صَفَري په اماراتو کې د سرو زرو نړیوال مډال وګاټه.
افغان لوبغاړي حسین بخش صَفَري د روسیې او اردن لوبغاړو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډالیې په غاړه کړ.
صَفَري په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دغو سیالیو لپارهيې له دوو اوونیو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې خاص تمرینونه هم کړي وو.
دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د العین نړیوالو جوجیتسو لوبو په نوم پیل شوې وې.
افغان لوبغاړي حسین بخش صَفَري تېر کال د جوجیتسو په برخه کې د اسیا د صالون دننه لوبو اتلولي هم ګټلې وه.