لاوروف: روسیه د امریکا د پوښتنو د ځوابولو پر سر کار کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د وسلو د کنټرول د یوې معاهدې په اړه د امریکا د پوښتنو د ځوابولو پر سر کار کوي.

لاوروف پرون وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د سړې جګړې د متوسط واټن ویشتونکو اټمي راکټونو د کنټرول له یوې موافقې وځي.

ټرمپ وویل، مسکو دا تړون په وار وار تر پښو لاندې کړی دی.

روسیه بیا وايي چې متحده ایالاتو په اروپا کې په ځینو پوځي فعالیتونو سره دا تړون نقض کړی دی.

د متوسط واټن ویشتونکو اټمي راکټونو د کنټرول یا «ای. اېن. اېف» تړون په ۱۹۸۷ میلادي کال کې لاسلیک شو چې روسیه او امریکا د دغو راکټونو له تولید او نصبه منع کوي.