هلمند ته د ولسمشر غني سفر

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه هلمند ته سفر وکړ او د دې ولایت له چارواکو او د خلکو له استازو سره يې وکتل.

له ارګه خپره شوې اعلامیه وايي، ولسمشر د هلمند د خلکو له استازو سره په کتنه کې د روغتیا، امنیتي ځواکونو د کمښت، برښنا، د فابریکو د جوړولو او د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره د مالي مرستو په اړه خبرې او د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

ولسمشر غني وویل چې یو ترکی شرکت به د ۱۷۵ ميلیونه ډالرو په پانګونې د هلمند د کجکي بند ورغوي.

نوموړي دغه راز د ولسي جرګې د وژل شویو نوماندانو عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره غمرازي هم وکړه.

پخواني معلومات:

افغان ولسمشر محمد اشرغني نن د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند لښکرګاه ته ولاړ.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، ولسمشر محمد اشرف غني به د هلمند له چارواکو او امنیتي مسئولینو سره تر کتنې وروسته، د عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره په لیدنو سربېره به له بېلابېلو اقشارو سره هم وګوري.

له محمد اشرف غني سره په دې سفر کي د کابینې ګڼ شمېر وزیران او نور چارواکي ملګري دي.

تمه ده چې ولسمشر به هغه پنځوس بستریز زېږنتون هم پرانیزي چې په دې وروستیو کې په اساسي ډول جوړ شوی دی.

ولسمشر به د ورځې په پای کې د خلکو یوې لویې غونډې ته وینا هم وکړي.