د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون: پاکستان دې ملا برادر افغان حکومت ته وسپاري

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، پاکستان باید ملا برادر افغان حکومت ته وسپاري.

دغه کمېسیون وايي، که پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره رښتینې همکاري وکړي، نو د ملا عبدالغني برادر په ګډون دې ټول هغه طالب مشران چې د پاکستان په زندانونو کې دي، افغان حکومت ته وسپاري.

د دغه کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت هم باید په جدي ډول له پاکستانه وغواړي چې ملا برادر دوی ته وسپاري.

زمرک پادخوابي

دی وایي:

"افغان حکومت باید دا غوښتنه وکړي چې نوموړی باید افغان حکومت ته تسلیم شي او حکومت باید دا غوښتنه حتمي او ضروري وکړي، که پاکستان دا وکړي موږ يې هرکلی کوو او هیله لرو چې پاکستان له خپل پخواني سیاسته نور لاس په سر شي او د افغان سولې په برخه کې رښتیني ګامونه واخلي."

ښاغلی پادخوابي وايي، پاکستان هېڅ کله د افغان سولې په بهیر کې رښتینې همکاري نه ده کړې او دی ډاډه نه دی چې پاکستان به ملا عبدالغني برادر افغان حکومت ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس څو ورځې مخکې د پاکستان د استخباراتو د ادارې د چارواکو په حواله ویلي چې ملاعبدالغني برادر د ډېرو مذاکرو او خبرو په پایله کې خوشې شوی دی.

د وسله‎ والو طالبانو یوې معتبرې سرچینې هم ازادي راډیو ته ویلي چې ملابرادر په یوه کور کې نظر بند و، ازاد شوی او د خپلې کورنۍ له غړو سره یې کتلي دي.

که څه هم د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د ملا برادر د خوشې کېدو د موضوع په تړاو دوی په جریان کې نه دي، خو په افغان حکومت کې يوې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، ازادي راډیو ته د ملا عبدالغني برادر خوشې کېدل تأیید کړي دي.

ځینې راپورونه د هغه خوشې کېدل د امریکا له هغو هڅو سره تړي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د بیا را ژوندي کېدو په تړاو یې کوي.

قاضي محمد امین وقاد

بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا يوه غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو د لوړپوړي قوماندان ملا برادر سوابقو ته په کتو، هیله شته چې د نوموړي خوشې کېدل به د سولې پروسې په برخه کې ګټور تمام شي.

خو د افغانستان د سولې او جګړې د انسټیټيوټ رئیس حکمت الله اعظمي که څه هم د ملا برادر خوشې کېدل يو ښه ګام ګڼي، خو په خبره یې چې افغان حکوت ته یې سپارل د ګټې پرځای تاوان کوي.

نوموړي وویل:

"که دی افغان دولت سره يوځای شي او يا کابل ته راشي، د ده له نفوس سره کومک نه کوي، ځکه خلک بیا وايي چې نوموړی په کابل کې ناست دی، نو طالبان به په ده باندې څه باور وکړي او رول به یې څه وي، زه فکر کوم چې که دی د پاکستان او افغانستان نه لېرې او د طالبانو سره په خوا کې وي، نو د سولې له بهیر سره تر يوې اندازې مرسته کولای شي."

ښاغلی اعظمي په دې باور دی چې ښايي ملا برادر د افغانستان پرځای يو بل هېواد ته ولېږدول شي.

ملا برادر چې د طالبانو د ډلې یو له بنسټ ایښودونکو څخه بلل کېږي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان په جنوبي برخو کې د پوځي عملیاتو مسؤل و او په۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.

راپور: محمد واصل وصال