سادات: کابل ته د حساسو انتخاباتي موادو او د رأیو د پایلو انتقال دوام لري

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د نېږدې لسو ولایتونو انتخاباتي حساس مواد او د رأیو پایلې کابل ته را انتقال شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره مخ ته ځي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شنبې په ورځ د غور، بامیان او دایکنډي ولایتونو انتخاباتي حساس مواد او د رأیو نتایج مرکز کابل ته انتقال شوي او سبا به د بدخشان، کندز، تخار او بغلان ولایتونو مواد هم کابل ته را ورسېږي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کمېسیون ډیټابېس ته د موادو سپارلو پروسه هم پیل شوې ده.

ده وویل:

"نن شنبه به د پنجشېر ولایت ټول هغه حساس مواد چې کمېسیون ته رسېدلي، سېستم ته ور داخل شي، همدارنګه سبا به د بدخشان، کندز، تخار او بغلان ولایتونو مواد کابل ته را ورسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د شپږو ولایتونو کابل، پنجشېر، پروان، خوست، لغمان او ننګرهار ولایتونو حساس مواد کابل ته را انتقال شوي وو.

د کمېسیون چارواکي وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به دا لړۍ بشپړه شي او له هغه وروسته به ټول مواد سکن او سېسټم ته ور داخل شي او په دې توګه به کمېسیون وتوانېږي چې تورې او سپینې رأیې سره بېلې کړې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأيې شمېرنې پروسه به په پوره شفافیت او جدي ډول ترسره شي.

د ولسي جرګې انتخابات د میزان د میاشتې په ۲۸ مه او ۲۹ مه له کندهار او غزني پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د راتلونکې قوس میاشتې په ۲۹مه اعلان شي، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې ویلي چې ستونزو ته په کتو، ممکن دغه پایلې په خپل وخت اعلان نه ‌شي.

د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه له دې ډلې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، کمېسیون د رأیې شمېرنې په پروسې بشپړ حاکمیت نه لري او ممکن دا پروسه وغځېږي.

یوسف رشید

دی زیاتوي:

"کمېسیون په پروسیې حاکمیت نه لري او دا د دې لامل کېږي چې سرغړونې پکې ډېرې رامنځته شي چې دا د پروسیې پر برخلیک ناوړه اغېزه لري، همدارنګه دا به د ولسمشریزو ټاکنو پر نېټې او چمتووالي هم خپل اغېز ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، څو ورځې مخکې د رأیو د راټولولو ملي مرکز پرانیست او ټينګار یې وکړ چې دغه مرکز به د پروسې شفافیت یقیني او پروسه چټکه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ