اسرایلي ځواکونو په غزې تراړه کې څلور فلسطینیان په ډزو ووژل

د فلسطینیانو روغتیايي سرچینو ویلي دي چې اسرایلي ځواکونو پرون په غزې تراړه کې څلور فلسطینیان په ډزو ووژل او ۲۳۲ نور يې ژوبل کړل.

د اسرایل پوځ ویلي دي چې جنګي الوتکو يې دغه راز په غزه کې د حماس ډلې په دریو مرکزونو هم بمباري کړې ده.

پوځ ویلي سرتیرو د بلوا ضد اقداماتو په لړ کې پر هغو مظاهره چیانو ډزې وکړې چې له اسرایل سره پر پوله هر جمعه مظاهرې کوي او پر سرتیرو د ډبرو ،او پترولي بمونو ګزارونه کوي.

په غزه کې له څو میاشتو راهیسې هره جمعه زرګونه فلسطینیانو د اسرایل د کلابندۍ پر ضد مظاهرې کوي چې په اکثرو مواردو کې په خونړیو شخړو بدلیږي.

په دې شخړو کې تر اوسه پورې ۲۱۲ فلسطینیان او یو اسرایلي سرتیری وژل شوی دی.

د مصر حکومت له تیرو دوه اونیو راهیسې په غزه کې د وضعیت د ارامولو لپاره له اسرایل او له حماس ډلې سره چې غزه يې تر واک لاندی ده،خبرې کوي.