د لوګر ولايت امنيه قومانداني په دې ولايت کې د دوو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي نن په يوه اعلامیه کې ويلي چې د جهادمل او جمعه دين په نوم دوه طالبان پرون د لوګر د مرکز په دوشنبې سیمه کې په هوايي حمله کې ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.