د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي د مړي ځای دې وښيې.
اردوغان وویل چې رياض بايد په ترکيه کې د هغو کسانو نومونه افشا کړي چې د خاشقجي مړی یې له سعودي اجنټانو څخه وروسته له هغه واخېست چې هغه د اکتوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې ووژل شو.
نن د جمعې په ورځ د ترکيې په پارلمان کې د واکمن ګوند غړيو ته په وينا کې اردوغان وويل چې ترکيه په سعودي کنسولګرۍ کې د خاشوقجي د وژل کېدو په اړه نور معلومات او شواهد هم لري.
اردوغان وويل چې ټاکل شوې ده سعودي لوی څارنوال له ترکي لوی څارنوال سره د يکشنبې په ورځ وويني.
د سعودي عربستان لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ وويل چې په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د خاشقجي وژنه له مخکې پلان شوې وه.
سعودي مخکې برعکس ويلي و چې د خاشقجي مړينه تصادفي وه.